هر ګړې د کابل په وخت : 12:44 am
ننې نیټه : 28-09-2025
تاریخ : 28-09-2025
ساعت : 00:44

یونېسف پر طالبانو غږ وکړ: د افغان نجونو زده‌کړې باید بیا پیل شي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي، چې د افغانستان راتلونکی د نجونو زده‌کړو پورې تړلی دی او باید دوی ته د زده‌کړو زمینه برابره شي.د دې بنسټ مشره، شیما سن ګوپټا، په جلال‌اباد کې له یوه روزنیز مرکز څخه لیدنې پر مهال پر طالبانو غږ وکړ، چې نجونې دې زده‌کړو ته پرېږدي او په دې برخه کې لګېدلي محدودیتونه دې لرې کړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي، چې د افغانستان راتلونکی د نجونو زده‌کړو پورې تړلی دی او باید دوی ته د زده‌کړو زمینه برابره شي.

د دې بنسټ مشره، شیما سن ګوپټا، په جلال‌اباد کې له یوه روزنیز مرکز څخه لیدنې پر مهال پر طالبانو غږ وکړ، چې نجونې دې زده‌کړو ته پرېږدي او په دې برخه کې لګېدلي محدودیتونه دې لرې کړي.

اغلې سن ګوپټا ویلي، د نجونو زده‌کړې نه یوازې دوی ته د راتلونکې هیلو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي، بلکې د ژوند په مهمو چارو لکه د جبري ودونو مخنیوي او خوندیتوب کې هم رول لري.

یونېسف ټینګار کوي، چې د افغانستان د ښه راتلونکي لپاره د نجونو د زده‌کړو دوام اړین دی، خو تر څلورو کلونو وروسته هم د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ تړلې پاتې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x