د طالبانو له زندانونو ازاد شوي یو شمېر کسان وايي، چې د دغې ډلې له لوري یې د ډول ډول شکنجو تجربه کړې ده. د ښځو د حقونو فعاله ژولیا پارسي ادعا کوي، چې طالبانو د هغې د کور مخې ته ونیوله او ۴۱ ورځې یې په انفرادي بند کې تېرې کړې.
هغې وویل، طالب ښځینه او نارینه دواړه یې وهل ډبول، سپکې سپورې یې ورته کولې او حتی د کورنۍ غړو په ګواښلو یې د موبایل شخصي معلومات ترلاسه کول.
یو بل پخواني بندي، چې په بګرام او د طالبانو د استخباراتو زندان کې کلونه بندي شوی و، وايي د برقي شوک، د نوکانو ایستلو او فزیکي شکنجو ډولونه یې په خپلو سترګو لیدلي دي.
د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو په خپلو وروستیو راپورونو کې لیکلي، چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې شکنجه یوه عامه او منظمه کړنه ده او نه یوازې سیاسي مخالفین، بلکې ښځینه فعالان، قومي او مذهبي لږکي هم د دغو کړنو هدف ګرځي
اړوندې لیکنې :
- ننګرهار کې د کښتۍ د ډوبیدو پېښه کې د قربانیانو شمیر اتو کسانو ته لوړ شوی
 - هلمند کې د یوه طالب په شمول دوه تنه وژل شوي
 - کونړ کې یو طالب جنګیالی د یوې ښځې د تښتونې په تور ووژل شو
 - لغمان ولایت کې یو طالب چارواکی ووژل شو
 - ننگرهار کې یو طالب قومندان یو کس په موټر وهلی او مړشوی
 - له پاکستاني پوځيانو سره په نښته کې یو طالب جنګیالی ووژل شو
 
								
								
								








