په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو د افغانستان خپلواکې رسنۍ په بشپړ ډول له منځه وړې او د یوې پراخې تبلیغاتي شبکې له لارې یې رسنیزه فضا په خپله لاس کې نیولې ده.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې راپور ښيي، چې تلویزیونونه، راډیوګانې، ورځپاڼې او ډېجیټلي رسنۍ اوس د طالبانو تر بشپړ کنټرول لاندې دي، او مخالف یا خپلواکه غږونه سانسورېږي.
لږ تر لږه ۱۵ سترې رسنۍ چې په تصویر، غږ، چاپ او آنلاین بڼه خپرونې کوي، د طالبانو د سخت دریځه تګلارې د خپرولو لپاره کار کوي.
راپور څرګندوي، چې طالبان د خبریالانو د څارنې یوه پراخه شبکه رامنځته کړې او هغوی مجبوره کوي د خپلو همکارانو په اړه مالومات ورکړي.
ښځینه خبریالان ځانګړي ګواښونه ترلاسه کوي او حتی د جلاوطنه رسنیو سره د همکارۍ لپاره د مرګ یا زندان ګواښونه شوي دي. د طالبانو دولتي او رسمي رسنۍ، لکه ملي راډیو ټلوېزیون او باختر اژانس، د ډلې د تبلیغاتي ماشین په توګه فعالیت کوي.
همداشان جعلي آنلاین حسابونه د مخالفو نظرونو د ځپلو او د طالبانو د روایتونو د خپرولو لپاره کارول کېږي، او د خبریالانو لپاره یوازې محدودې موضوعګانې لکه روغتیا، تعلیم او ټرافیکي پېښې خپرول اجازه لري.
اړوندې لیکنې :
- جلا وطنه افغان خبریالان: طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۳۰۰ خبریالان بندیان کړي دي
- پاکستانۍ رسنۍ: هند د طالبانو له لارې ټيټيپي ته وسلې ورکوي
- د امریکا استازې: د طالبانو کړنې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو شونتیا له منځه وړي
- د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیره: طالبانو د ښځو پاتې فرصتونه هم له منځه یوړل
- طالبانو د یوې رسنۍ مدیر د یوناما او یونسکو څخه د پيسو اخیستو په تور نیولی دی
- ملګري ملتونه: طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې ۲۵۶ خبریالان نیولي