څلور کاله وروسته له هغه چې طالبان په افغانستان کې واکمن شول، لا هم د دوی اداره د نړیوال مشروعیت له ترلاسه کولو پاتې ده.
یوازینی هېواد چې تر دې مهاله یې طالبانو ته رسمي پېژندنه ورکړې، روسیه ده، خو مسکو خپله هم د نړیوالو بندیزونو تر فشار لاندې دی.
نړیوالې ټولنې د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره روښانه شرطونه وړاندې کړي چې پکې د بشري حقونو رعایت، د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو پای ته رسول او د ټولو افغانانو د استازیتوب وړ یو ټولشموله حکومت جوړول شامل دي.
تر اوسه طالبانو دا شرطونه نه دي پوره کړي، او د دوی کابینه یوازې له خپلو غړو او مذهبي عالمانو جوړه ده.
د بشري حقونو د سرغړونو دوام، د ښځو پر زده کړو او کار د پراخو بندیزونو لګول، د سیاسي ګوندونو لغوه کول، او د رسنیو پر ازادۍ فشارونه د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې مخالفت نور هم زیات کړی دی.
د ملګرو ملتونو په وینا، شاوخوا ۲.۲ میلیونه نجونې د ښوونځي له حق څخه محرومې شوې دي. ډېری هېوادونه، په ځانګړې توګه لوېدیځ، ټینګار کوي چې تر هغو چې طالبان د خپلو سختګیرانه پالیسیو بدلولو ته اماده نه شي، د دوی حکومت به په رسمیت ونه پېژندل شي.
شنونکي باور لري چې که څه هم ځینې هېوادونه د اړتیا له مخې له طالبانو سره اقتصادي تعامل لري، خو د داخلي او نړیوال مشروعیت پرته د رسمي پېژندنې امکان ډېر لږ دی.
اړوندې لیکنې :
- روسیه: د طالبانو رسمیت پېژندلو په اړه خبرې لاهم وختي دي
- د نړیوالې ټولنې اخلاقي ضعف او د افغانستان مظلومې ښځې
- ایا ملایان به د طالبانو د "امربالمعروف" قانون سره د ټولنې کنټرول واخلي؟
- انتقادي ټولنې او یو غږيز ټولنې؛ افغانستان ولې تل په ستونزو کې وي؟
- ګانیون: که ښځو سره د طالبانو ناسم چلند دوام وکړي، په رسمیت پېژندل به یې ناممکنه شي
- د طالبانو د مشر صوتي فایل؛ د جهاد په اړه د کابل او کندهار د طالبانو ترمنځ شخړه