هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۴۲ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۷-۰۵-۱۴۰۴
تاریخ : ۱۷-۰۵-۱۴۰۴
ساعت : ۲۰:۴۲

نصیر احمد فایق وایي، طالبانو د اسلام او شریعت په نوم د ظلم او فساد لمن پراخه کړې ده

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد فایق وایي، چې طالبان په ډول، ډول ظلمونو او فساد کې ښکېل دي.هغه په نیوکې سره وایي:« موږ تر اوسه د طالبانو یو لوړپوړی چارواکی هم نه دی لیدلی، چې شریعت دې ورباندې عملي شوی وي.»ښاغلي فایق پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د قانون نشتوالی، د قانون نه عملي کېدل او له قانون څخه سرغړونه د نظام ړنګېدو ته لاره هواروي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد فایق وایي، چې طالبان په ډول، ډول ظلمونو او فساد کې ښکېل دي.

هغه په نیوکې سره وایي:« موږ تر اوسه د طالبانو یو لوړپوړی چارواکی هم نه دی لیدلی، چې شریعت دې ورباندې عملي شوی وي.»

ښاغلي فایق پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د قانون نشتوالی، د قانون نه عملي کېدل او له قانون څخه سرغړونه د نظام ړنګېدو ته لاره هواروي.

د هغه په وینا؛ «دا یو تریخ حقیقت دی، چې په تېر جمهوریت کې هم د قانون نه عملي کولو او قانون څخه سرغړونو نظام کمزوری کړ؛ خو هغه مهال لږ تر لږه قانون، قانوني بنسټونه او خپلواکې رسنۍ وې، چې دغه سرغړونې رسوا کړي.»

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x