هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۲۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۱-۰۵-۱۴۰۴
تاریخ : ۱۱-۰۵-۱۴۰۴
ساعت : ۰۹:۲۷

سیګار: طالبانو د بندو موسسو تخنيکي وسایل قبضه کړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره (سیګار) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو ډېری پروژې بندې شوې، خو اوس هم درې پروژې تمویلېږي.دغه پروژې چې د افغانستانی نجونو لپاره انلاین زده‌کړې او د نشه‌يي توکو سروې رانغاړي، له اتریش او ازبکستان څخه اداره کېږي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره (سیګار) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو ډېری پروژې بندې شوې، خو اوس هم درې پروژې تمویلېږي.

دغه پروژې چې د افغانستانی نجونو لپاره انلاین زده‌کړې او د نشه‌يي توکو سروې رانغاړي، له اتریش او ازبکستان څخه اداره کېږي.

راپور زیاتوي، چې طالبانو د هغو موسسو تخنیکي وسایل او موټرونه قبضه کړي چې د امریکا پروژې یې عملي کولې او د مرستو بندېدو له امله تړل شوې دي.

سیګار همداراز ویلي، چې له ایران او پاکستانه د افغانستانی کډوالو جبري ایستل او له هغوی سره د مرستو نشتوالی د یوه لوی بشري بحران لامل ګرځېدلی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x