د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د نیولو په دوام، په کندوز کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې څلور ښځې د طالبانو د پام وړ حجاب د نه رعایتولو په تور نیول شوې دي.
سرچینو سهشنبه د سلواغې پر ۲۴مه ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر کارکوونکو دا ښځې په تېرو دوو ورځو کې د کابل بندر او د کندوز ښار حوزوي روغتون ته مخامخ سیمو کې نیولي دي.
د سرچینو په خبره، نیول شویو کې دوه نجونې او دوه واده کړې مېرمنې دي.
تر اوسه یې د برخلیک په اړه خبر نه شته.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستو اوونیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو د پام حجاب د نه په پام کې نیولو په تور یو شمېر ښځې او نجونې نیول شوې او امنیتي حوزو او بندخونو ته لېږل شوې دي.
د طالبانو دا ډول کړنو پراخ غبرګونونه پارولي دي.
اړوندې لیکنې :
- د طالبانو په تخار کې د طبي موسسو یوشمېر زدهکړیالانې نیولې دي
- طالبانو په کابل کې لسګونه نجونې د حجاب د نه رعایت له امله نیولي دي
- طالبانو په پنجشیر کې څلور کسان ونیول
- طالبانو په بدخشان کې څلور کسان په دُرو ووهل
- د پاکستانی طالبانو په خپلمنځي نښته کې څلور کسان وژل شوي
- طالبانو د هرات حوزوي روغتون څلور کارکوونکي نیولي دي