روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۴۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۴۱

طالبانو په کابل کې د یو پخواني جنرال په ګډون درې کسان نیولي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې طالبانو په کابل کې د یو جنرال په ګډون درې کسان «روند سبز/ زرغون بهیر سره د غړیتوب» په تور نیولي دي. سرچینو ورځپاڼې ته منلې چې طالب استخباراتي ځواکونو شنبه د غويي پر لومړۍ د کابل په خېرخانې سیمه کې د پخواني حکومت متقاعد جنرال عیسی‌خان او زوی یې نجیب‌الله نیولي دي. د سرچینو په خبره، جنرال عیسی‌خان د پخواني حکومت د ملي امنیت لوی ریاست کې دنده لرله؛ خو څو کاله کېږي چې تقاعد یې کړی و.

سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې طالبانو په کابل کې د یو جنرال په ګډون درې کسان «روند سبز/ زرغون بهیر سره د غړیتوب» په تور نیولي دي.

سرچینو ورځپاڼې ته منلې چې طالب استخباراتي ځواکونو شنبه د غويي پر لومړۍ د کابل په خېرخانې سیمه کې د پخواني حکومت متقاعد جنرال عیسی‌خان او زوی یې نجیب‌الله نیولي دي.

د سرچینو په خبره، جنرال عیسی‌خان د پخواني حکومت د ملي امنیت لوی ریاست کې دنده لرله؛ خو څو کاله کېږي چې تقاعد یې کړی و.

سرچینې زیاتوي چې طالبانو شنبه د غويي پر لومړۍ د سهار شاوخوا ۱۰:۰۰ بجې د کابل د پاورلیفټینګ فدراسیون مسوول خواجه‌میر مجاهد هم د کابل ښار په خېرخانې سیمه کې نیولی دی.

د سرچینو په خبره، طالب استخباراتي ځواکونه د مجاهد کور ته دننه شوي او نوموړی یې په تاوتریخوالي او ګواښ له ځان سره بیولی دی.

نیول شوي کسان د پنجشېر اوسېدونکي ګڼل شوي چې په کابل ښار کې یې ژوند کاوه.

تر اوسه که څه هم طالبانو په دې اړه رسمي څه ویلي نه دي؛ خو پرون د «بدري قطعې» یو قوماندان عبدالحمید خراساني په خپله اېکس‌پاڼه کې ادعا کړې وه چې نوموړي د «زرغون بهیر ۳۵ غړي» نیولي دي.

بل پلوه، سرچینې وايي چې نیول شوي کسان د کوم خوځښت یا ګوند غړیتوب نه درلود او په وینا یې، د امرالله صالح کلیوال و او ښايي د نیولو لامل یې هم همدا وي.

دا په داسې حال کې ده چې د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر په وروستۍ یوې میاشت کې طالبانو پورې اړوند مهم اسناد خپاره کړي چې په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې پراخ انعکاس ورکړل شوی و.

په دې معلوماتو کې د استخباراتو د ۵۸ مشرانو نومونه، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ۹۶ مهمو قومندانانو نوملړ، د طالبانو په واک کې د چورلکو او پوځي الوتکو شمېر او ځینې نور و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x