روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۵۶

طالبانو په کابل کې دوه کسان په دُرو ووهل

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې په کابل یې په زنا تورن دوه کسان په دُرو وهلي دي.

 دغه بنسټ پنجشنبه د وري پر ۹مه په يوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان د کابل ښار د ابتداییه محکمې د څلورم زون له خوا تورن پېژندل شوي و.

د خبرپاڼې په حواله، هر تورن د ۳۵ دُرو سربېره په یو کال تنفیذي بند هم محکوم شوی دی.

طالبانو پرون د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې هم په عام محضر کې پنځه کسان په دُرو وهلي دي.

دا د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله له وروستیو څرګندونو وروسته دویم وار دی چې تورن کسان په دُرو وهل کېږي.

ملا هبت‌الله په خپلو وروستیو څرګندونو کې پر هغه څه چې نوموړی یې «د شرعي حدودو تطبیق» بولي ټینګار کړی او ویلي دي چې له دې وروسته به شریعت په عملي ډول پلی او ښځو ته به په عام محضر کې سزا ورکړي.

هغه زیاته کړې: «موږ د الله حدود نافذوو. دا به ته وایې چې دا د ښځو د حقونو پایماله کېدل دي چې ته یې په ډبرو ولې، سبا به موږ په عام محضر کې د زنا حد تطبیق کوو، ښځې به په ډبرو ولو او رجم کوو به یې. سبا به موږ د الله حدود نافذوو او په عام محضر کې به یې په دُرو وهو.»

د یادونې ده چې د طالبانو دا ډول کړنو ته په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه ښودل شوي؛ خو پام ورته شوی نه دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x