د طالبانو عدلیې وزارت ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې یې په کابل ښار کې د اوو خیریه بنسټونو او یوې اتحادیې فعالیتونه درولي او یادې ادارې یې تړلې دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو ریاست د څار ډلې په غويي میاشت کې په کابل ښار کې د ۴۲ خیریه بنسټونو او اتحادیو د فعالیتونو څارنه کړې ده.
د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې د څار ډلې د ۴۲ خیریه بنسټونو او اتحادیو له ډلې، د ۷ خیریه بنسټونو او یوې اتحادیې دفترونه مهرولاک کړي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یادو بنسټونو په ناقانونه توګه فعالیتونه کول.
د طالبانو عدلیې وزارت ویلي، چې خیریه بنسټونه او اتحاديي دې د دغې ډلې د اصولو او پالیسیو سره سم فعالیتونه ترسره کړي او یاد بنسټونه اړ دي چې د خپلو فعالیتونو راپور د عدلیې وزارت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو چارو له ریاست سره شریک کړي.
طالبانو وړاندې تردې هم په ځینو ولایتونو کې د خیریه بنسټونو پر فعالیتونو بندیزونه لګولي وو.
د خیریه بنسټونو ځینې مسولین وايي، چې په ولایتونو کې د طالبانو له همغږۍ پرته له خلکو سره د مرستو د وېش اجازه نه ورکول کیږي.
اړوندې لیکنې :
- طالبانو په کابل ښار کې لسګونه ښوونیز مرکزونه تړلي دي
- منیژه صدیقي له اووه میاشتني بند وروسته د طالبانو له زندانه ازاده شوه
- په درېیو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله د دوو طالبانو په ګډون اووه کسان مړه شوي
- اروپایي اتحادیه طالبانو ته: د اعدامونو سزاوې ودروئ چې ظالمانه او غیر انساني عمل دی
- د طالبانو د مشر صوتي فایل؛ د جهاد په اړه د کابل او کندهار د طالبانو ترمنځ شخړه
- د زوال لړۍ: هغه بنسټونه چې په بن کې غلط ایښودل شو!