سیمهییزې سرچینې وايي چې طالبانو په کابل ښار کې د لسګونو ښوونیزو مرکزونو دروازې تړلې دي. سرچینو د دې کړنې لامل په دغو ښوونیزو مرکزونو کې له شپږم ټولګيو پورته د نجونو حضور یاد کړی دی.
سرچینو ته منلې چې طالبانو دا بهیر دوشنبه د وري پر ۱۳مه د کابل ښار له اوومې او لسمې حوزې پېل کړی او په خبره یې، اټکل کېږي چې دا بهیر به د کابل ښار نورو برخو ته هم وغځېږي.
طالبانو په کابل ښار کې د ښوونیزو مرکزونو مسوولانو ته خبرداری ورکړی چې که خپلو چارو ته دوام ورکړي تر پوښتنو ګروېږنو لاندې به راشي.
څه موده وړاندې د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت مسوولانو د ښوونیزو مرکزونو مسوولانو ته ویلي و، خپلو ښوونیزو مرکزونو ته د هغو نجونو د ننوتلو مخنیوی وکړي چې «له تيره رنګونو پرته حجاب» يې پر تن وي.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل شول. دغه راز، د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو پرمخ تړل شوې دي.
اړوندې لیکنې :
- د طالبانو له خوا د نوي ښوونیز کال پیل؛ نجونې لا هم له ښوونځي بېبرخې دي
- پاسپورټ ریاست: کابل کې د پاسپورټ وېشلو ۲ نوي مرکزونه جوړوو
- د طالبانو د مشر صوتي فایل؛ د جهاد په اړه د کابل او کندهار د طالبانو ترمنځ شخړه
- د بشري حقونو څار سازمان: چین د دغه هېواد په شمالي سیمو کې سلګونه جوماتونه تړلي دي
- د نوي ښوونیز کال پېل؛ یوناما: طالبان دې د نجونو پر وړاندې بندیز ختم کړي
- مولوي عبدالکبیر: افغانستان عصري ښوونیز سیسټم ته اړتیا لري