روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۲:۰۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۱-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۱-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۱۴:۰۸

طالبانو په پکتیکا کې یو پخوانی قوماندان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په پکتیکا کې ځايي سرچینې وايي چې طالبانو یو پخوانی ځايي قوماندان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولی دی.

په پکتیکا کې ځايي سرچینې وايي چې طالبانو یو پخوانی ځايي قوماندان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولی دی.

سرچینو دوشنبه د لړم پر ۲۸مه ویلي چې دا قوماندان «کشمیر» نومېږي او د پکتیکا شرنې ولسوالۍ له محمدخېلو کلي نیول شوی دی.

د سرچینو په وینا، طالبانو نوموړی یوه میاشت مخکې له ثبوت پرته نیولی دی.

سرچینو زیاته کړې چې «کشمیر» له مقاومت جبهې سره هېڅ ډول اړیکه نه لرله او یوازې د سیمې خلکو د ستونزو په حل او فصل بوخت و.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو اته میاشتې وړاندې په پروان کې یو ډاکتر د «مقاومت جبهې یو غړي د درملنې په تور» په بګرام زندان کې بندي کړی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x