د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مرغومې ۱۵مه، په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په پکتیکا ولایت کې یې هغه ۱۲ کسان نیولي چې د ښځو د وېښتو راټولولو تر څنګ یې د ویښتو سوداګري کوله.
په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې طالبانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تېرو څلیرییشت ساعتونو په لړ کې ۱۲تنه نور د جعلي اسنادو جوړولو او غلاوو په تور هم نیولي دي.
تر دې دمخه په خوست، کندهار، ننګرهار او د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ښځو د وېښتانو د کاروبار په تور طالبانو ګڼ کسان نیولي دي.
د رپوټونو له مخې له افغانستان څخه راټولیدونکي وېښته پاکستان ته په قاچاقي توګه لېږدول کېږي او له هغې ځایه بیا د نړۍ نورو هېوادونو ته صادرېږي.
چین یو له هغو هېوادونو یادیږي، چې د انسانانو وېښته ورته له پاکستانه قاچاق کېږي او تر پروسس وروسته یې د مصنوعي ویښتانو، ویښتینو خولیو او ویښت پوښونو کې کارول کیږي.
اړوندې لیکنې :
- طالبانو په لغمان کې اته کسان د موسیقۍ غږولو په تور نیولي
- طالبانو په نیمروز کې د یو کلي ۴۰ اوسېدونکي نیولي
- د طالبانو د امربالمعروف مامورینو په کابل کې یوه ښځه او یو سړی نیولي دي
- طالبانو په لغمان کې د تېر نظام دوه سرتیري نیولي
- طالبانو په لغمان کې درې پخواني نظامیان نیولي
- ملګري ملتونه: طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې ۲۵۶ خبریالان نیولي