روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۱۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۱۹

طالبانو په هرات کې یو ځوان د «غلا» په تور وویشت

په هرات کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې یو ۲۸ کلن سړی د «غلا» په تور وژلی دی.

سرچینې  ته منلې چې دغه کس جمعه‌شپه د کب پر ۲۵مه شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د هرات ښار د پنځمې ناحیې اړوند د «ګلانو څلور لارې» په سیمه کې د طالبانو له لوري ویشتل شوی دی.

د دغه کس د هويت په هکله نور جزئيات په لاس کې نشته.

طالبانو هم تر دې دمه په رسمي ډول په دې تړاو خپل نظر نه دی څرګند کړی.

ورته مهال، د طالبانو یوې سرچینې  ته منلې چې دغه کس د دوی له لوري د غلا په تور وژل شوی دی.

د بشري حقونو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ، واک ته د طالبانو رسېدو وروسته د هېواد خلک په ځانګړې توګه د تېر حکومت سرتېري په بېلابېلو تورونو وژلي دي.

دغې ډلې د مرغومې پر ۲۳مه هم په چاريکارو ښار کې د «فوټبال دوه لوبغاړي» د «تښتونې» په تور ووژل.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x