هر ګړې د کابل په وخت : 3:32 pm
ننې نیټه : 08-10-2025
تاریخ : 08-10-2025
ساعت : 15:32

طالبانو په هرات کې اته کسان په درو ووهل

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې په هرات کې یې اته کسان په درو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې پنجشنبه د کب پر ۱۰مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان د نظامي محکمې د حکم پر بنسټ په درو وهل شوي دي.

طالبانو د دې کسانو «جرم« «وهل ټکول او بې‌عزتي» بللی او ویلي دي چې دا کسان په پنځه میاشتې بند او ۲۰ درو محکوم شوي دي.

د دغو کسانو د هویت په اړه څه ویل شوي نه دي.

د یادولو ده چې طالبانو په تېرو څو ورځو کې درې کسان په عام محضر کې اعدام کړي دي.

د دغو درېیو کسانو له ډلې دوه یې په غزني او یو بل یې په جوزجان کې د ملا هبت‌الله له تایید وروسته اعدام شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x