روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۰۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۰۷

طالبانو په لوګر، کندهار او کابل کې ۱۰ کسان په دُرو ووهل

په لوګر کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې د یوې ښځې په ګډون اووه کسان په دُرو وهلي دي.

سرچینې وايي چې دا کسان پنجشنبه د وري پر ۱۶مه له غرمې وروسته د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.

سرچینې وايي چې دا اووه کسان په نامشروع اړیکو تورن و او هر یو له ۲۵ تر ۳۹ دُرو وهل شوي دي.

بلخوا، د طالبانو سترې محکمې په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د کابل ده سبز ولسوالۍ ابتداییه محکمې یوه ښځه او یو نارینه چې په نامشروع اړیکو تورن و، په دُرو وهلي دي.

ورته مهال، د طالبانو سترې محکمې زیاته کړې چې په کندهار کې یې هم پر یو کس د دُرو حکم پلی کړی دی.

د یادونې ده چې طالبانو په تېرو درېیو ورځو کې په خوست، کندهار او فاریاب کې یو شمېر کسان د «دوکې او نامشروع اړیکو» په تور په دُرو وهلي دي.

له دې وړاندې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په عام محضر کې تورنو ته پر سزا ورکولو ټينګار کړی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x