لغمان کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې طالبانو د دغه ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د تېر حکومت د محلي پولیسو یو قومندان نیولی دی.
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې یاد قومندان عبدالرشید نومیږي او د تېر جمهوري حکومت پرمهال د دولت شاه ولسوالۍ په مربوطاتو کې د محلي پولیسو سیمه ییز قومندان و.
د سرچینې د معلوماتو له مخې نوموړی قومندان د تېرې شنبې په ورځ ۲۶ د لړم، د طالبانو استخباراتو د یادې ولسوالۍ اړوند «فرشغان دره» کې نیولی دی.
دسرچینې په خبره طالبانو پر نیول شوي قومندان تور لګولی، چې په دغه ولسوالۍ کې یې د دوی د حکومت ضد فعالیتونه کول او دغه راز له «مقاومت جبهې» سره یې اړېکې درلودې.
په سیمه کې یوې بلې سرچینې بیا د نیول شوي قومندان د نیول کیدو لامل په دې وروستیو کې د دغه ولایت په مرکز او الیشنګ ولسوالۍ کې د ځینو طالب نظامیانو په وژنه کې لاس لرل یادوي.
سرچېنې زیاته کړه، دغه تورونه وروسته له هغې طالبانو پر یاد قومندان لګولي، چې د کلي قومي مشران د یاد قومندان د خلاصون په موخه د لغمان استخباراتو ریاست ته ورغلي وو.
دا په داسې حال کې ده چې له دې یوه اوونۍ وړاندې هم د طالبانو استخباراتو د لغمان په دولت شاه او الیشنګ ولسوالیو کې د تېر حکومت درې نظامیان له «مقاومت جبهې» سره د اړېکو درلودلو په تور نیولي او تراوسه د طالبانو په زندان کې دي.
که څه هم واک د طالبانو په رسېدو سره د طالبانو مشر عمومي عفوه اعلان کړې وه، خو لاهم د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د دې ډلې له لوري پخواني نظامیان نیول کېږي او ځینې په یوه او بله بهانه وژل شوي هم دي.
اړوندې لیکنې :
- طالبانو په کابل کې یو خبریال نیولی
- طالبانو په ننګرهار کې د ولسي جرګې یو مخکېنی غړی نیولی
- طالبانو په لغمان کې درې پخواني نظامیان نیولي
- طالبانو په لغمان کې د تېر نظام دوه سرتیري نیولي
- طالبانو کونړ او نورستان کې ځوانان په تېر حکومت پسې منفي تبلیغاتو ته اړ کړي
- په لغمان او ننګرهار کې یو قومي مشر او یو عام وګړی وژل شوي