روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۴۵ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۱-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۱-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۱۷:۴۵

طالبانو په لغمان کې درې پخواني نظامیان نیولي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : لغمان کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په دولت شاه او الیشنګ ولسوالیو کې طالبانو د تیر جمهوري حکومت درې سرتیري د«مقاومت جبهې» سره د اړیکو او همکارۍ په تور نیولي دي.

 

لغمان کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په دولت شاه او الیشنګ ولسوالیو کې طالبانو د تیر جمهوري حکومت درې سرتیري د«مقاومت جبهې» سره د اړیکو او همکارۍ په تور نیولي دي.

یوې سرچینې یکشنبه، ۲۰ د لړم، وویل چې یاد کسان په تېرو څو اوونیو کې په دولت شاه او علیشنګ ولسوالیو کې د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوي او د کابل «چهل» زندان ته لیږدول شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په نیول شویو کسانو کې د دولت شاه ولسوالۍ د محلي پولیسو پخوانی قومندان محمد اقبال او دغه راز د ماخان او حکمت الله په نامه د محلي پولیسو دوه نور سرتیري هم شامل دي.

د سرچینې په خبره دغه پخواني نظامیان طالبانو له «مقاومت جبهې» سره د اړیکو او همکارۍ په تور نیولي دي.

د سرچینې په حواله د نیول شویو کسانو د کورنۍ غړو د طالبانو یاد تورونه رد کړي دي.

طالبانو له دې وړاندې په ننګرهار، کونړ، نورستان او د هیواد په ځينو نورو ولایتونو کې هم ځینې کسان د دوی له مخالفو ډلو سره د اړیکو په تور نیولي، شکنجه کړي او حتا وژلي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x