روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۰۷ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۸-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۸-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۱۷:۰۷
: 2

طالبانو په لغمان کې اته کسان د موسیقۍ غږولو په تور نیولي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : لغمان کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر ادارې محتسبینو ۸ کسان د موسیقۍ غږولو په تور نیولي دي.

 

لغمان کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر ادارې محتسبینو ۸ کسان د موسیقۍ غږولو په تور نیولي دي.

په یاده سیمه کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې طالبانو یاد کسان تېره شپه چهارشنبه، ۷ د لېندۍ د الینګار ولسوالۍ اړوند «کبېلې» سیمه کې د واده مراسمو پرمهال نیولي او له ځان سره یې ولسوالۍ ته بېولي دي.

سرچینه زیاتوي، یاد کسان داسې مهال نیول شوي چې د واده مراسمو د خوښۍ لپاره د کلي ځوانان راټول شوي وو او موسیقي یې غږوله.

په سیمه کې یوې بلې سرچینې بیا وویل، چې د موسیقۍ غږولو په تور نیول شویو کسانو کې د واده د «شاه» یا د واده هلک دوه ورونه هم شامل دي.

د سرچینې په خبره طالبانو د واده له مراسمو د موسیقۍ الات هم له ځانه وړي او نیول شوي کسان لا تراوسه په ولسوالۍ کې بندیان دي.

مونږ هڅه وکړه په دې اړه د لغمان د سیمه ییز طالب چارواکو نظر هم ولرو خو بریالي نشوو.

طالبانو په ټول هیواد کې د موسیقۍ پر غږولو بندیز لګولی او دا کار یې د اسلامي شریعت خلاف عمل بللی دی.

له دې وړاندې هم طالبانو د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ شمیر کسان د ودونو مراسمو پرمهال د موسیقۍ غږولو په تور نیولي وو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x