روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۱۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۱۱

طالبانو په فاریاب کې د پخواني حکومت دوه پوځيان نیولي

په فاریاب کې سیمه‌ییزې سرچینو په دغه ولایت کې د طالبانو له لوري د پخواني حکومت د دوو پوځيانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

سرچینې وايي چې دا کسان معروف عطايي او صبغت‌الله عطايي نومېږي او شنبه د وري پر ۱۸مه د فاریاب په کوهستان ولسوالۍ کې نیول شوي او تر اوسه یې درک نه شته.

تر اوسه د دغو کسانو د نیول کېدو لامل څرګند نه دی.

تر دې دمه په فاریاب کې ځايي طالب چارواکو څه ویلي نه دي.

د طالبانو له خوا د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو نیول کېدل او لادرکه کېدل تازه خبره نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې نن په بلخ کې د پخواني حکومت یو پوځي د طالبانو د شکنجې په پاېله کې ساه ورکړې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x