روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۵۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۵۳

طالبانو په سمنګان کې د شپې له خوا ګرځبندیز لګولی

په سمنګان کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې طالبانو د دغه ولایت په مرکز اېبک ښار کې د شپې له خوا ګرځبندیز وضع کړی دی.

سرچینو شنبه د وري پر ۱۸مه ویلي چې دا پرېکړه په سمنګان کې د طالبانو د امنیتي کمېسیون له خوا شوې ده.

سرچینې وايي چې دا ګرځبندیز د شپې له ۱۰:۰۰ د سهار تر لمانځه پورې لګېدلی دی.

ورته مهال، یو لیک چې ته رسېدلی، طالب امنیتي چارواکو خپلو ځواکونو ته ویلي چې د «شپې ناوخته» د خلکو له ګرځېدو مخنیوی وکړي.

په لیک کې راغلي چې له سرغړونکو سره دې «قانوني چلن» وشي.

بلخوا، د طالبانو له منځه یوې سرچینې ویلي چې دا پرېکړه یې د ملي مقاومت او ازادۍ په نوم جبهو له چریکو بریدونو څخه د وېرې له کبله نیولې ده.

د سرچینې د څرګندونو په حواله، له همدې کبله طالبانو په سمنګان کې د شپې له خوا ګرځبندیز پلی کړی دی.

تر دې دمه په رسمي ډول طالبانو څه ویلي نه دي.

د طالبانو له خوا د شپې ګرځبندیز څه نوې خبره نه ده.

طالبانو پروسږکال هم د غزني په ځينو سیمو کې د شپې له خوا په تګ‌راتګ بندیز لګولی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x