په زابل کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو امر باالمعروف او نهی عنی المنکر ریاست د موسیقۍ ځينې الې سوځولې دي.
سرچینو دوشنبه د وږي پر ۲۶مه ویلي چې دا الې تېر کال د دغه ریاست له لوري راټولې شوې وې.
ویل کېږي چې دا ګام دغه ولایت ته د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت چارسمبالي خالد حنفي له سفر سره هممهاله اخیستل شوی دی.
د سرچینو په وینا، محتسبانو له ځوانانو غوښتي چې له «منکراتو» مخنیوی وکړي.
څه موده وړاندې د طالبانو امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت ویلي و چې چې تېر کال یې په هېواد کې د موسیقۍ ۱۲ زره الې له منځه وړې دي.
اړوندې لیکنې :