په خوست کې سیمهییزې سرچینې وايي چې طالبانو په خوست ښار کې یو لیکوال او شاعر نیولی دی.
سرچینو دوشنبه د غويي پر ۱۷مه ویلي چې په خوست کې نوموتی لیکوال او شاعر فریدون ریان له یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو په بند کې دی.
سرچینې زیاتوي چې تراوسه د ریان د برخلیک په تړاو معلومات نه شته.
سرچینو ویلي چې طالبانو نوموړی تيره اوونۍ په خوست ښار کې د تلاشۍ له یوې پوستې نیولی او ناڅرګند ځای ته یې لېږدولی.
ورته مهال، د خوست یو شمېر اوسېدونکو په ټولنیزو شبکو کې د فریدون ریان د خلاصېدو لپاره یو کمپاین پېل کړی او له طالبانو یې غوښتنه کړې چې خپلسرې نیونې ودروي.
په تېره يوه اوونۍ کې دا په ټول هېواد کې د طالبانو د خپلسرو نيولو شپږمه پېښه ده چې رسنیزه کېږي.
طالبانو د همدې اوونۍ په لړ کې په تخار کې دوه پخواني پوځيان او یو ملکي وګړی، په پروان کې یو خبریال او په پنجشېر کې یو ښوونکی نیولی دی.
اړوندې لیکنې :
- طالبانو په کابل کې یو خبریال نیولی
- طالبانو په کندز کې یو سیمهییز خبریال نیولی
- طالبانو په ننګرهار کې د ولسي جرګې یو مخکېنی غړی نیولی
- طالبانو د لغمان د ولایتي شورا پخوانی مرستیال نیولی
- طالبانو په بغلان کې یو بزګر د مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور نیولی دی
- په کندهار کې طالبانو د خبریالانو د ازاد کلب اختصاصي دفتر بیرته نیولی