سیمهییزې سرچینې په تخار ولایت کې د طالبانو له خوا د ښځو حقونو یوې فعالې نسیمه سادات د نیولو خبر ورکوي.
سرچینې چهارشنبه د غويي پر ۱۲مه ورځپاڼې ته منلې چې نسیمه سادات د تېرې اوونۍ له چهارشنبې راپدېخوا د طالبانو د تخار په زندان کې ده.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، نسیمه سادات له کلونو راهيسې د تخار ولايت کليوالي ښځو او نجونو ته په پټ ډول د «کور په کور» تاوتريخوالي، اجباري او کم عمره ودونو د مخنيوي په هکله عامه پوهای کوي.
سرچینې په ډاګه کوي، طالبانو د ښځو حقونو دا فعاله یوې داسې کورنۍ ته د پوهاوي پرمهال چې غوښتل یې خپله ۱۰ کلنه لور د سیمې یو قومي مشر ته نکاح کړي، د تخار د بهارک ولسوالۍ د «ګلمیش» په کلي کې نیولې او د دغې ډلې د امربالمعروف او نهي عنالمنکر ریاست ته یې لېږدولې ده.
سرچینې زیاتوي، طالب جنګیالیو یو شمېر هغه ښځې هم چې د نسیمه سادات د خوشې کېدو په موخه یې د امربالمعروف او نهي عنالمنکر ریاست ته مراجعه کړې وه، سختې وهليټکولي دي.
نسیمه سادات د پنځو ماشومانو مور ده.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د يادونې وړ ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې په وار وار د ښځو حقونو فعالان نيولي، بنديان او شکنجه کړي دي.
ورته مهال، طالبانو د بشري حقونو کوم سازمان ته د خپلو کړنو په اړه ځواب نه دی ویلی.
اړوندې لیکنې :
- ماموندزی: هند په فعاله توګه ډیپلوماتان هڅولي چې د طالبانو له حکومت سره اړیکې ونیسي
- د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې د تصویب ٧٥ کلیزه او له بشري حقونو د طالبانو په سرغړونو نیوکې
- د بشري حقونو شورا ملي راپور: له طالبانو سره هر ډول تعامل باید بشري حقونو ته په درناوي مشروط وي
- د بشري حقونو فعالان: طالبانو د نجونو په برمته کولو سره د خلکو پت او عزت ته سپکاوی کړی دی
- د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر: د طالبانو امرباالمعروف قانون ظالمانه دی
- بېنټ: له طالبانو سره د هېوادونو د اړیکو عادي کېدل باید بشري حقونو ته د درناوي له مخې وي