په تخار کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د طالبانو پوهنې وزارت په تالقان ښار کې د نجونو د دوو لېسو ودانۍ پر دارالعلوم بدلې کړې دي.
سیمهییزو سرچینو سهشنبه د وري پر ۲۸مه ورځپاڼې ته منلې چې په تخار کې د طالبانو پوهنې ریاست له پوهنې وزارت سره په همغږۍ د بيبي مریم او نمبر اول لېسو ودانۍ دارالعلوم ته ځانګړې کړې دي.
د سرچینو په خبره، دا دوه لېسې په تالقان ښار کې د نجونو له پخوانیو لېسو څخه شمېرل کېږي چې د پخواني حکومت پرمهال پکې له نهمه تر ۱۲ ټولګي شاوخوا اووه زره نجونو زدهکړې کولې.
سرچینې ادعا کوي چې د نوي تعلیمي کال له پېل سره د دولتي ښوونځيو د اووم، اتم، نهم، لسم، یوولسم او له دولسمو ټولګیو فارغې شاوخوا ۷۶۰ نجونې جذب شوې دي او اوس د قرانکریم په حفظ، عقاید او نورو اسلامي کتابونو په زدهکړو بوختې دي.
په تخار کې د پوهنې ریاست طالب چارواکو په دې اړه له خبرو اترو ډډه کړې ده.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په تخار کې د تخنیکي او مسلکي لېسې په ګډون د یو شمېر ښوونیزو او زدهکړییزو بنسټونو ودانۍ په جهادي مدرسو بدلې شوې دي.
نږدې درې کاله کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تګه محرومې دي.
اړوندې لیکنې :
- اسټرالیا: د طالبانو له لوري د مېرمنو او نجونو د نیولو په تړاو ژور اندېښمن یو
- په خوست کې طالبانو له رسنیو سره د ښځو او نجونو پر ټیلفوني اړېکې بندیز ولګاوه
- د بشري حقونو فعالان: طالبانو د نجونو په برمته کولو سره د خلکو پت او عزت ته سپکاوی کړی دی
- پټېل: ښوونځیو ته د نجونو ستنېدل له طالبانو سره زمونږ د تعامل اصلي تمرکز دی
- د بخښنې نړۍوال سازمان له طالبانو څخه د نجونو زدهکړو د دوو فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې
- پر زدهکوونکو نجونو د محدویتونو لګولو لړۍ دوام؛ طالبانو په خوست کې د زدهکړو سیمهییز ټولګي وتړل