روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۲۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۲۹

طالبانو په بدخشان کې څلور کسان په دُرو ووهل

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  د طالبانو سترې محکمې ویلي چې په بدخشان کې یې څلور نارینه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. نوموړي بنسټ سه‌شنبه د غويي پر ۱۸مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان د «الکولي مشروباتو او ټابلیټ کا» په پلور تورن و او یو کس یې په یو کال بند هم محکوم شوی دی.

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې په بدخشان کې یې څلور نارینه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

نوموړي بنسټ سه‌شنبه د غويي پر ۱۸مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان د «الکولي مشروباتو او ټابلیټ کا» په پلور تورن و او یو کس یې په یو کال بند هم محکوم شوی دی.

د خبرپاڼې په حواله، د دغو تورنو له ډلې یې دوه کسان ۳۰ – ۳۰ دُرې وهلي او څلورم بیا په ۳۹ دُرو محکوم شوی دی.

له دې وړاندې په عام محضر کې تورنو ته په سزا ورکولو پراخ غبرګونونه ښودل شوي او په کور دننه او بهر یې غندنه شوې ده.

طالبانو پرون په پکتیا کې هم درې کسان په دُرو وهلي و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x