روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۵۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۵۳

طالبانو پر رفح ښارګوټي د اسراییل هوايي برید غندلی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو بهرنیو چارو وزارت رفح کې د بې‌ځایه شویو فلسطیني کډوالو پر یو کمپ د اسراییل هوايي برید چې لامله یې ۴۵ کسان ووژل شول، په کلکو ټکو غندلی دی.دغه وزارت دوشنبه د غبرګولي پر ۷مه په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې دا برید «نسل‌وژنه» بللې او ویلي دي چې دا د اسرايیل د جنګي تګلارې یوه برخه ده.‌

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت رفح کې د بې‌ځایه شویو فلسطیني کډوالو پر یو کمپ د اسراییل هوايي برید چې لامله یې ۴۵ کسان ووژل شول، په کلکو ټکو غندلی دی.

دغه وزارت دوشنبه د غبرګولي پر ۷مه په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې دا برید «نسل‌وژنه» بللې او ویلي دي چې دا د اسرايیل د جنګي تګلارې یوه برخه ده.‌

د یادونې ده چې د غزې په سوېلي ښار رفح کې د بې‌ځایه شویو فلسطیني وګړو پر یو کمپ د اسراییل په هوايي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ کسان وژل شوي.

د اسراییل دا برید په نړیواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

اسراییلي پوځ بیا ویلي چې په دغو هوايي بریدونو کې یې د حماس دوه جګپوړي مشران وژلي.

متحده عربي اماراتو په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې د دغه برید غندنه کړې او د عدالت نړیوالې محکمې د پرېکړې پر پلي کولو یې ټينګار کړی چې پر رفح د برید بندولو غوښتنه پکې شوې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x