روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۴۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۴۷

طالبانو له ۲۴ ساعتونو ځنډ وروسته مرستندویه کارکوونکو ته اجازه ورکړه چې دوحې ته سفر وکړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : ورځپاڼې له خوا دوحې ته د مرستندویه کارکوونکو د سفر د مخنیوي خبر له خپرېدو وروسته، سرچینې وايي چې بالاخره هغوی ته د سفر اجازه ورکړل شوې ده. د يوې سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، د مرستندويه بنسټونو ١١ کارکوونکي چې ټول يې د هېواد وګړي وو، له ۲۴ ساعتونو ځنډ وروسته یې وکړای شول چې دوشنبه د غويي پر ۳۱مه د کابل له هوايي ډګره دوحې ته الوتنه وکړي.

ورځپاڼې له خوا دوحې ته د مرستندویه کارکوونکو د سفر د مخنیوي خبر له خپرېدو وروسته، سرچینې وايي چې بالاخره هغوی ته د سفر اجازه ورکړل شوې ده.

د يوې سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، د مرستندويه بنسټونو ١١ کارکوونکي چې ټول يې د هېواد وګړي وو، له ۲۴ ساعتونو ځنډ وروسته یې وکړای شول چې دوشنبه د غويي پر ۳۱مه د کابل له هوايي ډګره دوحې ته الوتنه وکړي.

ټاکل شوې وه چې دا کارکوونکي د روانې اوونۍ د یکشنبې ورځ دوحې ته لاړ شي څو په افغانستان کې د مرستندویه بنسټونو د راتلونکي کړنلارې په هکله په تخنیکي ناسته کې برخه واخلي؛ خو طالبانو یې مخنیوی کړی و.

طالبانو چې په لومړي سر کې یې بهرنیو کارکوونکو ته د سفر اجازه ورکړې وه، دوحې ته د مرستندویه بنسټونو د سیمه‌ییزو کارکوونکو د مخنیوي لامل یې په سیاسي ناسته کې د هغوی اټکلي ګډون بللی و.

هغه کارکوونکي چې پرون یې د سفر اجازه نه وه ترلاسه کړې، پنځه ښځې او شپږ نارینه دي.

د افغانستان مرستندویه بنسټونو د لوړپوړو کارکوونکو ناسته به د مې پر ۲۱ او ۲۲مه د اروپايي ټولنې د ملکي وګړو د ساتنې او د بشري مرستو د سازمان (ECHO) له خوا په دوحه کې جوړېږي او د دې ناستې اصلي مقدمه د روان کال د جون پر ۱۰مه او ۱۱مه په جینوا کې ده.

دا په داسې حال کې ده چې یوې باوري سرچینې د روانې اوونۍ د یکشنبې ورځ ورځپاڼې ته ویلي و چې طالبانو په سیاسي ناسته کې د مرستندویه بنسټونو د افغان کارکوونکو د ګډون د وېرې له کبله دوحې ته د هغوی د سفر مخنیوی وکړ.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x