د رواداري په نوم د بشري حقونو یو بنسټ وایي، چې طالبانو په منظم ډول قومي او مذهبي اقلیتونه دولتي خدمتونو، عمراني پروژو او بشري مرستو ته له لاسرسي محروم کړي دي.
دغه بنسټ په یوه تازه راپور کې په دولتي ادارو کې د اقلیتونو د ګومارنې، بشري مرستو ته د دوی د لاسرسي، د دیني او مذهبي کتابونو د راټولولو، د زندانونو وضعیت او د مرموزو وژنو اړوند موضوعګانې ارزولي دي.
یاد بنسټ په دغه راپور کې ویلي، چې طالبانو د بشردوستانه مرستو په وېش کې لاسوهنې کړي او ډېری مرستې یې د قومیت او دې ډلې ته د وفادارۍ په اساس وېشلي دي.
تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي و، چې طالبانو د بشري مرستو د وېش په برخه کې لومړی خپله کورنۍ بیا خپلوان او هغه کسان چې د دې ډلې په لیکو کې یې کار کړی، معرفي کړي دي.
د راپور له مخې، طالبانو په دولتي ادارو کې هم تبعیضي چلند کړی او په رسمي بنسټونو کې یې د اقلیتونو له ګومارنو ډډه کړې او ان مخکېني کارکوونکي یې هم له دندو شړلي دي.
د راپورونو له مخې، طالبان په ډېرو تخنیکي او مهمو دولتي بستونو کې د متخصصو کسانو پر ځای ملایان او د دیني مدرسو فارغان ګومارلي دي.
له دې سره رواداري په خپل دغه راپور کې ویلي، چې طالبانو په سیستماتیک ډول له علمي او فرهنګي بنسټونو د اقلیتونو مذهبي کتابونه هم لرې کړي دي.
د راپور پر بنسټ، طالبانو په ځينو ولایتونو کې د جعفري فقهې اړوند کتابونه له پوهنتونو او کتابتونونو څخه راټول کړي دي.
په دغه راپور کې راغلي، چې په بدخشان ولایت کې اسماعېلیان تر فشار لاندې راوستل شوي، ترڅو د حنفي فقهې پیروي وکړي او د دې ترڅنګ د دغه ولایت په شغنان او اشکاشم ولسوالیو کې د اسماعېلیانو د مذهبي ځایونو جوړول هم منع شوي دي.
د رواداري بنسټ د څېړنو حیرانوونکې برخه دا ده، چې په یو شمېر ولایتونو کې د سُني او شیعه مذهبه کسانو ودونه سره منع شوي دي او په ځینو ولایتونو کې بیا یوازې سُني مذهبه نارینه کولی شي چې له شیعه ښځو سره واده وکړي.
دا په داسې حال ده، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د هر قوم، ژبې او مذهب خلک ژوند کوي او په ډېریو کورنیو کې سُني مذهبه او شیعه مذهبه کسانو سره ودونه کړي دي.
په راپور کې دغه راز په جبري توګه تري تم کېدو او هدفي وژنو ته هم اشاره شوې ده.
د راپور پربنسټ، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په جبري توګه د تري تم کېدو او هدفي وژنو پېښې زیاتې شوې دي او په ۲۰۲۴ کال کې د هېواد یوازې په لسو ولایتونو کې د طالبانو له خوا لږ تر لږه ۵۱ کسان تر نیول کېدو وروسته ورک شوي دي، چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله اویا سلنه زیاتوالی ښيي.
ډېری تري تم شوي کسان د مخکېني دولت کارکوونکي، د بشري حقونو فعالان او د طالبانو له مخالفو ډلو سره د همکارۍ په تور نیول شوي کسان دي.
د رواداري د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۹۱ تنه د مخکېني حکومت کارکوونکي او د هغوی د کورنیو غړي په هدفي او مرموز ډول وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د دې راپور د موندنو پربنسټ، د ۲۰۲۴ کال په ترڅ کې د ۴۲ ښځو په ګډون کابو ۸۸۵ کسان په خپلسري او غیر قانوني توګه نیول شوي دي.
د رواداري په خبره، په ۲۰۲۴ کال کې د طالبانو په بندخونو کې شل کسان تر شکنجو وروسته وژل شوي او کابو ۱۳ تنه نور بیا له سختو شکنجو وروسته روغتون ته لېږدول شوي دي.
رواداری اعلان وکړ، چې په ډېری ښځینه بندخونو کې هېڅ ښځینه کارکوونکې نه شته او یوازې د ګوتو په شمار ښځې چې په عامه زندانونو کې د ساتونکو یا د مراجعینو د تلاشۍ په برخو کې کار کوي فعالیت لري، خو دغه ښځې هم د شپې له خوا خپلو کورونو ته ستنېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر دې وړاندې ویلي و چې د دوی په بندخونو کې شل زره کسان بندیان دي.
اړوندې لیکنې :
- د طالبانو واکمني؛ د افراطیانو بریا او د مذهبي اصلاح غوښتونکو اندیښنه
- د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر: د طالبانو امرباالمعروف قانون ظالمانه دی
- د لاهې په محکمه کې د طالبانو د محاکمه کولو لپاره د ځينو هېوادونو له اقدامه د بشري حقونو د…
- د ملا هبتالله د نوي فرمان: یو کس دوه ځایه دولتي دنده نه شي کولای
- د طالبانو د مشر صوتي فایل؛ د جهاد په اړه د کابل او کندهار د طالبانو ترمنځ شخړه
- په پنجشیر کې د طالبانو جنایتونه