روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۱۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۱۴
: 1

طالبانو د کابل ښار په ځینو برخو کې کور په کور پلټنه پیل کړې

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  سیمه‌ییزې سرچینې د کابل ښار په ځینو برخو کې د طالبانو له خوا د کور په کور پلټنې د پیل خبر ورکوي.سرچینې ورځپاڼې ته منلې چې طالبانو سې‌شنبه د غويي پر ۱۱مې د سهار ۴:۳۰ بجو راهیسې د اریا ښارګوټي او چهارقلعه وزیراباد په سیمو کې کور په کور پلټنه پیل کړې ده.

 سیمه‌ییزې سرچینې د کابل ښار په ځینو برخو کې د طالبانو له خوا د کور په کور پلټنې د پیل خبر ورکوي.

سرچینې ورځپاڼې ته منلې چې طالبانو سې‌شنبه د غويي پر ۱۱مې د سهار ۴:۳۰ بجو راهیسې د اریا ښارګوټي او چهارقلعه وزیراباد په سیمو کې کور په کور پلټنه پیل کړې ده.

که څه هم تر اوسه د طالبانو د دغه اقدام کره لامل نه دی معلوم؛ خو ځايي اوسېدونکي وايي چې دغه ډله د وسلو لټون په هڅې کې ده.

ځایي اوسیدونکي زیاتوي چې طالبانو د کور په کور پلټنې پرمهال له دوی سره «ناوړه» چلند کاوه.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

څه موده وړاندې طالبانو د کابل ښار د اوومې ناحیې اوسېدونکو کورونه هم پلټلي وو.

پر افغانستان واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې ورته کړنې ترسره کړي او په ځینو پېښو کې یې ځايي اوسېدونکي هم نیولي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x