هر ګړې د کابل په وخت : ۰:۱۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۴-۰۲-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 3
تاریخ : ۲۴-۰۲-۱۴۰۴
ساعت : ۰۰:۱۵
: 3

طالبانو د پنجشیر په عنابې ولسوالۍ کې د کتاب پلورنځیو پلټنه کړې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په پنجشیر ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وایي، چې په عنابې ولسوالۍ کې یې یو شمېر کتاب پلورنځیو ته ورغلي او د هغو کتابونو پلټنه کړې چې د طالبانو لخوا پرې بندیز لګول شوی دی. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر مولوي نصرالله ملکزاده په دې اړه ویلي، چې د دې عملیاتو هدف د کتابونو منځپانګې ارزونه ده، ترڅو هغو کتابونو خپرول ودرول شي چې د شریعت یا ملي ګټو سره په ټکر کې وي.

په پنجشیر ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وایي، چې په عنابې ولسوالۍ کې یې یو شمېر کتاب پلورنځیو ته ورغلي او د هغو کتابونو پلټنه کړې چې د طالبانو لخوا پرې بندیز لګول شوی دی.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر مولوي نصرالله ملکزاده په دې اړه ویلي، چې د دې عملیاتو هدف د کتابونو منځپانګې ارزونه ده، ترڅو هغو کتابونو خپرول ودرول شي چې د شریعت یا ملي ګټو سره په ټکر کې وي.
د طالبانو د اطلاعاتو وزارت دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې څو میاشتې مخکې یې د کتابونو چاپ او خپراوي په اړه سختې لارښوونې ورکړې وې.
دوی ټینګار کوي چې ټول هغه کتابونه چې د اسلامي ارزښتونو او ملي یووالي پر ضد دي، باید له چاپه بند شي.
دا اقدامات د کتابونو پلورونکو او لیکوالانو له خوا د سخت غبرګون سره مخ شوي، چې له دې محدودیتونو سره یې د بیان آزادۍ او مطالعې حق ته زیان رسېدلی ګڼلی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x