په هرات کې ځايي سرچینې په دغه ولایت کې د طالبانو استخباراتو له خوا د حوزوي روغتون د څلورو کارکوونکو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
سرچینو یکشنبه د وري پر ۵مه ویلي چې تېره پنجشنبه د طالبانو استخباراتو د حوزوي روغتون څلور کارکوونکي نیولي دي.
د سرچینو په خبره، په نیول شویو کسانو د روغتون سرطبیب، د لابراتوار یو کارکوونکی، یو ډاکټر او د اداري برخې یو کارکوونکی دی.
سرچینې زیاتوي چې تر اوسه د دغو کسانو د برخلیک په اړه خبر نه شته.
څرګنده نه ده چې دا کسان ولې نیول شوي دي.
په هرات کې طالبانو هم تر دې دمه څه ویلي نه دي.
په هېواد کې د اوسېدونکو نیول کومه نوې خبره نه ده.
طالبانو له دې وړاندې هم په بېلابېلو پلمو خلک نیولي، بندیان کړي او ربړولي دي.
اړوندې لیکنې :
- اوچا: طالبانو په یوې میاشت کې ۲۹ بشري کارکوونکي نیولي دي
- د پکتیا حوزوي روغتون کارکوونکو کاربندیز کړی
- طالبانو په هرات کې دوه کسان په لرغونو سیمو کې د ناقانونه کېندلو په تور نیولي
- طالبانو د ۹۱ ښځو په ګډون د ملي راډیو تلویزیون ۳۰۰ کارکوونکي تنقیص کړي
- طالبانو ژولیا پارسي د "درملنې لپاره روغتون" ته لېږدولې ده
- په هرات کې د ښځو د لاسي صنایعو څلور ورځنی نندارتون پیل شو