روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۲۶ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۲۶
: 2

طالبانو د لوېدیځو او اروپايي هېوادونو ډیپلوماټان کابل ته رابللي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د رئیس‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لوېدیځو او اروپايي هېوادونو له یو شمېر ډیپلوماټانو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې کابل ته دې سفر وکړي.

د طالبانو د رئیس‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لوېدیځو او اروپايي هېوادونو له یو شمېر ډیپلوماټانو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې کابل ته دې سفر وکړي.

نوموړي طالب چارواکي یک‌شنبه د زمري پر ۱۴مه په دوحه کې له یو شمېر ډیپلوماټانو سره لیدنه کړې ده.

مولوي کبير د افغانستان لپاره د امريکا، جرمني، بریټانیا، کاناډا، سوېلي کوريا، فرانسې او اسټرالیا د سفارتونو له شارژدافيرانو څخه غوښتي چې په کابل کې دې خپل سفارتونه بېرته پرانيزي.

د یادونې ده چې تر اوسه هېڅ هېواد طالب ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.

یو شمېر لوېدیځ او اروپايي هېوادونه د طالبانو رسمیت پېژندنه په افغانستان کې د بشري حقونو رعایت او د یوه ټول‌ګډوني حکومت په جوړولو پورې تړلې بولي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x