روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۳:۵۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۳:۵۷
: 1

طالبانو د عاصم منیر وروستۍ څرګندونې له «سپکاوي» ډکې بللي

د طالبانو د وسله‌وال پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت د پاکستاني پوځ د لوی درستیز جنرال عاصم منیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د نوموړي دا څرګندونې «له سپکاوي ډکې او د یاد هېواد د حکومتي چارواکو د بې‌کفایتۍ» ښکارندوي کوي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي دا څرګندونې شنبه د سلواغې پر ۷مه په خپله ایکس‌پاڼه کې د فصیح‌الدین فطرت له قوله لیکلې دي.

نوموړي زیاته کړې: «هغوی د خپلو خلکو د امنیت په ټينګولو کې پاتې راغلي او د خپلو نیمګړتیاوو پړه پر نورو اچوي.»

نوموړي د پاکستان له خلکو غوښتي چې د خپل د پوځ د لوی درستیز د داسې څرګندونو پر وړاندې غبرګون وښيي.

د ښاغلي فطرت په خبره، داسې څرګندونې نه یوازې دا چې ستونزه نه حل کوي؛ بلکې د اړیکو د خرابېدو لامل هم کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې عاصم منیر په خپلو وروستیو څرګندونو کې هند او افغانستان ته په دغه هېواد کې د امنیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی و.

نوموړي د یو پاکستاني خوندیتوب له ټول افغانستانه مهم بللی و.

د دغه پاکستاني چارواکي څرګندونو ته پراخ غبرګون ښودل شوی دی.

د بشري حقونو یو بنسټ چې «د بشري حقونو د فعالانو اتحاد» نومېږي، د منیر دا څرګندونې «نامسوولانه» بللې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x