په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست چارواکي وایي، چې د هېواد پر سوداګرو یې ۴ زره او ۷۰۰ قيراطه زمرد د ۴۶۸ زره او ۶۰۰ ډالرو په ارزښت پلورلي دي.
د طالبانو ترواک لاندې باختر خبري اژانس د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې یاد اندازه زمرد تازه استخراج شوي و او د داوطلبۍ له لارې یې پلورلي دي.
د راپور له مخې، دغه داوطلبي د کانونو د څارنې کمېټې، سیمهییزو چارواکو او خصوصي سکتور استازو په حضور کې ترسره شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په پنجشېر ولایت کې تر دې وړاندې هم د بولۍ له لارې زرګونه قیراطه زمرد د هېواد پر سوداګرو پلورلي دي.
په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست تر دې وړاندې ویلي و، چې دا مهال په دغه ولایت کې د زمردو کان ۲۱ نوې سيمې رامنځته شوې او کان کېندنې پکې روانې دي.
اړوندې لیکنې :
- طالبانو په پنجشېر ولایت کې څه باندې ۱۵زره قیراطه زمرد پلورلي
- طالبانو په پنجشیر کې د څلوېښت زره ډالرو په ارزښت زمرود وپلورل
- په بدخشان کې لاريون او په پنجشېر کې د طالبانو لفظي شخړه
- جلا وطنه افغان خبریالان: طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۳۰۰ خبریالان بندیان کړي دي
- په پنجشېر کې یوې پیغلې ځان زندۍ کړی دی
- په پنجشېر کې د ګازنیونې له کبله د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي