روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۵۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۵۵

طالبانو د خامه پرېس خبري شبکې خبریال ازاد کړ

سرچینې وايي چې طالبانو په کابل کې د خامه ‌پرېس خبري شبکې خبریال منصور نېکمل له یوې شپې ورځې بند وروسته ازاد کړی دی.

سرچينې یک‌شنبه ، د سلواغې پر ۲۹مه رسنی منلې چې منصور نېکمل د طالبانو له بنده ازاد او خپل کور ته ستون شوی دی.

تر اوسه دا نه ده روښانه چې هغه د څه په تور د طالبانو له لوري نیول شوی و.

خو یوې بلې سرچینې چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې رسنی ته ویلي، د ښاغلي نېکمل د نیولو لامل، له یوې داسې مېرمنې سره مرکه بلل شوې چې د دې ډلې د پام وړ حجاب یې نه دی رعایت کړی.

طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په سمنګان کې د پژواک خبري اژانس خبريال سيف‌الله کريمي په وروستۍ قضيه کې نيولى او دوه ورځې وروسته يې بېرته خوشې کړى و.

طالبانو واک ته له رسېدو راهیسې د رسنیو او خبریالانو پر فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي او څو ځله یې خبریالان نیولي، بندیان او شکنجه کړي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x