د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د نیکاراګوا د غیرمقیم سفیر له اعلان څخه هرکلی کړی دی.
نوموړي وزارت یکشنبه د چنګاښ پر ۳مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي، په چین کې د دغې ډلې سفارت ته هدایت وکړل شوی چې په بیجینګ کې د نیکاراګوا له سفارت سره نږدې اړیکې ولري.
یاد وزارت د نیکارګوا له جمهوریت سره د دیپلوماتیکو اړیکو رامنځته کېدل مثبت پرمختګ بللی دی.
تازه، نیکاراګوا په چین کې د دغه هېواد سفیر مایکل کمپبل د افغانستان لپاره خپل سفیر ګومارلی دی.
د نږدې درېیو کالو راهیسې هېڅ هېواد د طالبانو رژیم په رسمیت پېژندلی نه دی.
یو شمېر هېوادونه بیا له طالبانو سره نږدې اړیکې پالي.
اړوندې لیکنې :
- د لاهې په محکمه کې د طالبانو د محاکمه کولو لپاره د ځينو هېوادونو له اقدامه د بشري حقونو د…
 - د دوحې ناسته؛ امریکا: د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو ملاتړ کوو
 - پاکستانی سفیر: په افغانستان کې بې ثباتي د پاکستان او سیمې لپاره ستر امنیتي ګواښ دی
 - په افغانستان کې د "پاکستان لپاره د طالبانو د حکومت" ملاتړي
 - د طالبانو، چین او پاکستان درې اړخیزه غونډه؛ د افغانستان د ولس لپاره فرصت که ګواښ؟
 - د مقاومت جبهه: طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو بریدونو لپاره لاره هواره کړې ده
 
								
								
								








