د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت لهخوا رسنیو ته تازه لېږل شوې تګلاره ښيي چې د دې ډلې تر واک لاندې خصوصي رسنۍ نور د حکومت او پالیسۍ پر ضد هېڅ ډول نیوکه یا مخالف نظر نشي خپرولی.
له رسنیو غوښتنه شوې چې هره سیاسي خپرونه باید د طالبانو له اجازې وروسته، د دوی له پالیسیو سره سم خپره شي، او هېڅ کارپوه یا مېلمه بې له رسمي تأیید او پېژندپاڼې بحث ته نه شي وربللای.
یاده تګلاره چې څلور مخونه لري، رسنۍ دې ته مکلفې کوي چې خپلې سیاسي خپرونې تر وړاندې کولو مخکې د طالبانو وزارت ته واستوي.
ددې محدودیتونو ترڅنګ، رسنیو ته دا هم سپارښتنه شوې چې د طالبانو مشران باید په درنښت او د قانون په چوکاټ کې یاد شي.
د بیان ازادۍ فعالان وايي، دا تازه اقدام د رسنیو پر وړاندې د سانسور یو منظم ګام دی، چې افغانستان لا نور هم د رسنیو د آزادۍ له نړیوالو معیارونو راشاته کوي.
اړوندې لیکنې :
- د طالبانو امر بالمعروف په دایکندي کې له رسنیو سره د ښځو پر کار بندیز لګولی
- په خوست کې طالبانو له رسنیو سره د ښځو او نجونو پر ټیلفوني اړېکې بندیز ولګاوه
- د طالبانو مشر په رسنیو کې پر ده د دیني عالمانو نیوکې د «شریعت خلاف» بللي
- د طالبانو ولایتي ویاندویانو ته: د امنیتي مسایلو په تړاو له رسنیو سره مه غږېږئ
- په خوست کې د تصریري رسنیو د نشراتو بندښت پېل؛ د یو خصوصي ټلوېزیون فعالیتونه بند شول
- د افغانستان خپلواکو رسنیو ته د بريټانیا او کاناډا د ازادۍ ګډه جایزه ورکړل شوه