هر ګړې د کابل په وخت : 3:29 pm
ننې نیټه : 25-10-2025
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : 25-10-2025
ساعت : 15:29
: 1

شاهین یو ځل بیا د افغانستان څوکۍ د طالبانو حق بولي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین یو ځل بیا له ملګرو ملتونو غوښتی چې د افغانستان څوکۍ باید طالبانو ته وسپارل شي.نوموړي ویلي، د دوی رژیم د افغانانو “واقعي استازی” دی او د ملګرو ملتونو د اعتبار کمېټه باید “انصاف او جغرافیايي واقعیتونه” په پام کې ونیسي.

په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین یو ځل بیا له ملګرو ملتونو غوښتی چې د افغانستان څوکۍ باید طالبانو ته وسپارل شي.

نوموړي ویلي، د دوی رژیم د افغانانو “واقعي استازی” دی او د ملګرو ملتونو د اعتبار کمېټه باید “انصاف او جغرافیايي واقعیتونه” په پام کې ونیسي.

خو ملګري ملتونه لا هم طالبان د غړیتوب د شرطونو نه‌پوره کوونکي بولي، ځکه هغوی د بشري حقونو، ښځو د زده کړو او کار، او د بیان د ازادۍ محدودولو له امله تر نیوکې لاندې دي.

د افغانستان مدني فعالان هم له دې سازمانه غواړي، چې د هېواد څوکۍ د طالبانو په واک کې ورنه کړي، او اوس‌مهال دا څوکۍ د پخواني حکومت استازي نصیر احمد فایق سره ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x