روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۰:۰۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۷-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۰:۰۵
: 2

سریلانکا د کرېکټ په لومړۍ ۲۰ اوریزه لوبه کې افغانستان ته د څلورو منډو په توپیر ماتې ورکړه

افغان کرېکټ ملي لوبډلې د درېیو ۲۰ اوریزو نړیوالو لوبو په لومړۍ سیالۍ کې له سریلانکا د څلورو منډو په توپیر ماتې ومنله.

دا لوبه نن شنبه د سلواغې پر ۲۸مه د سریلانکا په دامبولا نړیوال کرېکټ لوبغالي کې وشوه.

افغان لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ د نننۍ لوبې پچه وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

سریلانکا په خپله پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو له لاسه ورکولو وروسته په ۱۹ اورونو کې ۱۶۰ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې فضل‌الحق فاروقي درې، نوین‌الحق او عظمت‌الله عمرزي دوه دوه او نوراحمد او کریم جنت بیا یوه یوه وېکټه واخیسته.

افغان ملي لوبډلې بیا په خپله پاڼۍ کې یاد هدف پوره نه شو کړای او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې جوړې کړې.

په توپوهنه کې لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ ښه وځلید او ۶۷ ناسوځېدلې منډې یې وکړې.

ټاکل شوې د دې ۲۰ اوریزو لوبو دویمه سیالي د فبرورۍ پر ۱۹مه او درېیمه یې د همدې میاشتې پر ۲۱مه نېټه د سریلانکا په کوربتوب وشي.

یادې دې وي چې افغان لوبډلې سریلانکا ته په دې سفر کې یوازینۍ ټيست لوبه او د درېیو یو ورځنیو سیالیو لړۍ بایللې ده

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x