له کندهار څخه سرچینې خبر ورکوي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د کندهار، زابل، هلمند او ارزګان د یو شمېر طالب چارواکو په ملتیا د خلیل الرحمان حقاني د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره د پکتیا ګردې څېړۍ ولسوالی ته روان شوی دی.
د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني پرون په دې وزارت کې دننه د ځانمرګي برید په ترڅ کې ووژل شو.
د نوموړي د وژنې مسوولیت داعش ډلې منلی دی.
ټاکل شوې ده چې د حقاني د جنازې مراسم نن پنج شنبه، ۲۲ د لیندۍ، ماسپښین ۲:۰۰ بجې د پکتیا په ګردې څېړۍ ولسوالۍ کې ترسره شي.
د ځایي سرچینو په وینا، د حقاني د جنازې مراسمو لپاره طالبانو په سیمه کې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.
اړوندې لیکنې :
- د هرات امنیتي غونډه د دننه لپاره داستان جوړول یا د بهر لپاره د حل وړاندیز کول؟
- سمیع سادات: خلیل الرحمن حقاني جنایت کار، ترهګر او د پاکستان غلام و
- طالبانو روان کال د تېر کال په پرتله له روسيې څخه دوه برابره زیات تېل وارد کړي دي
- طالبانو ژولیا پارسي د "درملنې لپاره روغتون" ته لېږدولې ده
- طالبان په فراه کې د ښځو لپاره د بشري مرستو او پروژو مخنیوی کوي
- ریچارډ بېنټ: د طالبانو د مسیر بدلولو لپاره باید یوه لار ومومو