روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۹ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۵۹
: 2

سراج‌الدین حقاني: امریکا دې له طالبانو سره د تعامل لار غوره کړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : حقاني چې چهارشنبه د زمري پر ۲۴مه د بګرام په اډه کې د طالبانو په لاس د افغانستان د پرځېدو درېیمې کلیزې په مراسمو کې وینا کوله، ادعا کړې چې اوس مهال له دغې ډلې سره د تعامل لپاره زمینه تر بل هر وخت برابره شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له دغې ډلې سره دې تعامل وکړي.

حقاني چې چهارشنبه د زمري پر ۲۴مه د بګرام په اډه کې د طالبانو په لاس د افغانستان د پرځېدو درېیمې کلیزې په مراسمو کې وینا کوله، ادعا کړې چې اوس مهال له دغې ډلې سره د تعامل لپاره زمینه تر بل هر وخت برابره شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر د جمهوري نطام د پرځېدو کلیزه د دغې ډلې لپاره یوه تاریخي ورځ بللې ده.

طالبانو تر دې مخکې هم له نړیوالې ټولنې د تعامل غوښتنه کړې ده.

ورته مهال، د طالبانو د رئیس‌الورزا اقتصادي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دې مراسمو کې ادعا کړې چې دغې ډلې قومي، ژبني او سمتي تعصبونه له منځه وړي دي.

د حنفي د ادعا پر بنسټ، د طالبانو د مشر له خوا د بخښنې فرمان د افغانستان خلکو ترمنځ «ورورولي» رامنځته کړې ده.

د یادونې ده چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې قومي، ژبني او سمتي تعصب ته لمن وهلې او د هېوادوالو په وینا، په هېواد کې یې د قومي او مذهبي اقلیتونو پر فرهنګي شتمنیو بریدونه کړي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x