د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دغه وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په افغانستان کې د بریټانیې سفارت له شارژدافیر رابرټ ډیکسن سره لیدلي دي.
عبدالقهار بلخي جمعه، د کب پر ۱۱مه په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو په ځانګړي ډول د سیاسي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
ستانکزي د بریټانیې د سفارت له شارژدافیر سره په لیدنه کې ویلي چې طالبان باید د «یوه مسوول او واکمن اړخ» په توګه نړۍوالو ناستو ته وبلل شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د افغانستان په تړاو په نړۍوالو ناستو کې د طالبانو ګډون مهم بللی دی.
بلخي ویلي، له افغانستان سره بشري مرستې یو له هغو نورو موضوعاتو څخه وې چې د دواړو لورو ترمنځ په دې لیدنه کې پرې خبرې وشوې.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان په هکله د دوحې په وروستۍ ناستې کې له ګډون ډډه کړې وه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د فبرورۍ پر ۱۹مه له ناستې وروسته خبریالانو ته ویلي، طالبانو په دې ناسته کې د ګډون لپاره د نه منلو وړ شرطونه اېښي وو چې له نړۍوالو اصولو سرغړونه ده.
هغه زیاته کړې چې د طالبانو له حضور پرته هم د دوحې د دویمې ناستې تمه شوې موخې ترلاسه شوې دي.
اړوندې لیکنې :
- عباس ستانکزی: هېڅکله هم ډیورنډ د رسمي پولې په توګه نه منو
- طالبانو په کندهار کې په «رسمي او نارسمي ناستو» کې پر انځور اخیستلو بندیز لګولی
- ښځې څنګه کولای شي د طالبانو په حکومت کې د کار کولو حق ونه لري، خود جاسوس په توګه کېدای شي؟
- ماموندزی: هند په فعاله توګه ډیپلوماتان هڅولي چې د طالبانو له حکومت سره اړیکې ونیسي
- د طالبانو مرکزي بانک مشر: بانکي او مالي سیسټم به په بشپړه توګه اسلامي کړو
- د طالبانو تازه پرېکړه: له دې وروسته به د هرې ادارې یو مامور د امام په توګه وټاکي