روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۱۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۱۰

سبا په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي

د «پوليو څخه پاک افغانستان» په نوم بنسټ خبر ورکړی چې ټاکل شوې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د پوليو واکسين کمپاين پيل شي.

دغه بنسټ په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې دا کمپاین به دوشنبه، د کب پر ۷مه د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې پیل شي.

د دغه کمپاین په ترڅ کې به په ۲۱ ولایتونو کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د پولیو ضد واکسین ترلاسه کړي.

سږکال په ټول هېواد کې د پولیو څلور مثبتې پېښې ثبت شوې چې ټولې یې په ننګرهار ولایت کې وې.

دا مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هیوادونه دي چې پولیو په کې صفر ته نه ده رسیدلې.

د افغانستان ولایتونو په مرکزونو او ولسوالیو کې په هرو درېیو میاشتو کې د پولیو واکسین د تطبیق کمپاین ترسره کېږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x