هر ګړې د کابل په وخت : ۳:۱۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۱۰-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 3
تاریخ : ۱۶-۱۰-۱۴۰۳
ساعت : ۰۳:۱۲
: 3

زلمی خلیلزاد طالبانو ته: له ښځو سره چلند د سوریې له نویو واکمنو زده کړئ

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانسان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي په سوریه کې د مرکزي بانک د مشرې په توګه د یوې ښځې د ټاکل کیدو له امله طالبان هم ننګوولي دي.

 

د افغانسان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي په سوریه کې د مرکزي بانک د مشرې په توګه د یوې ښځې د ټاکل کیدو له امله طالبان هم ننګوولي دي.

زلمي خلیلزاد پر خپلې ایکس پاڼه لیکلي، چې د سوریې د مرکزي بانک د مشرې په توګه د میسا صابرین ټاکل کیدل یو مثبت ګام دی او طالبان باید ترې زده کړه وکړي.
هغه دغې ګومارنې ته په اشارې سره پوښتنه کړې چې ایا طالبان به دې ته پام وکړي؟

طالبانو د سوریې د نوي حکومت په لومړیو ورځو کې یو بل ته مبارکۍ ویلې او د تحریر الشام ډله یې خورا ډېره ستایله؛ خو اوس یې تازه د ښځینه وو د ګومارنو او له نړۍ والو سره تر تعامل وروسته پر اخیستونکو ګامونو په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو له لوري طالبان هم ننګول کېږي.

له طالبانو سره د دوحې د خبرو اترو پر مهال خلیلزاد په ټینګار سره ویلي و، چې طالبان اوس خورا بدل شوي او د نوېیمي لسیزې په څېر افراطي فکرونه نه لري؛ خو د هغه دغه څرګندونې د دې ډلې تر واکمنیدو وروسته برعکس ثابتې شوې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x