روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۴۰ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۹:۴۰
: 1

ریچارډ بېنټ په ناروې کې «افغان فعالانو» سره د لیدنې خبر ورکړی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنټ په ناروې کې د خپل او یو شمېر افغان فعالانو ترمنځ د دوه ورځنۍ ناستې د جوړېدو خبر ورکړی. دا ناسته سې‌شنبه د غويي پر ۲۵مه په اوسلو کې د بشري حقونو د څېړنيزې ټولنې په کوربه‌توب جوړه شوې وه.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنټ په ناروې کې د خپل او یو شمېر افغان فعالانو ترمنځ د دوه ورځنۍ ناستې د جوړېدو خبر ورکړی.

دا ناسته سې‌شنبه د غويي پر ۲۵مه په اوسلو کې د بشري حقونو د څېړنيزې ټولنې په کوربه‌توب جوړه شوې وه.

ریچارډ بېنټ په ناروې کې د هېواد د مدني ټولنې له غړو سره خپلې ناستې مثبتې بللي او ویلي یې دي چې د ښځو له فعالانو څخه یې الهام اخیستی دی.

ورته مهال د بشري حقونو څېړنېزه ټولنه وايي، ریچارډ بېنټ په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو، د بشري حقونو د سرغړونو لپاره د ځواب‌ورکونې پروسې او پر ماشومانو او راتلونکو نسلونو د جګړې د چاپېریال د اغېزو په تړاو خبرې‌اترې کړې دي.

که څه هم په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي پرون د اوسلو په غونډه کې د طالبانو د استازو د ګډون په هکله څه نه دي ویلي؛ خو سرچینې وايي چې دغې ناستې ته یو شمېر طالب چارواکي هم بلل شوي وو.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو اوسلو ته د طالب استازو د بلنې او له هغوی سره د خبرو په غبرګون کې پرون د ناروې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته لاریون وکړ.

دوی ویلي چې طالبان یوه «ترهګره» ډله ده او د نړۍ هېوادونه باید له دې ډلې سره خبرې‌اترې ونه کړي او په رسمیت یې ونه پېژني.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x