د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنټ وايي، چې د طالبانو د قانع کولو لپاره باید یوه لار پیدا شي، ترڅو خپل مسیر بدل کړي. هغه په همدې حال کې د حساب ورکولو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
بېنټ په یوه ویډیويي پیغام کې چې د نومبر د ۲۵مې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوی، ویلي چې د طالبانو وروستی اقدام یو نوی ظالمانه اخلاقي قانون دی چې نه یوازې د ښځو او نجونو پر وړاندې ظلم زیاتوي، بلکې له دې هاخوا پر ټول نفوس، اقلیتونو، د مختلفو کلتوري شالیدونو لرونکو کسانو او حتی پر نارینه وو هم ظلم کوي.
هغه ویلي، که دا قانون بدل نه شي، د افغانستان راتلونکي نسلونه به د دې قانون پر اساس جوړ شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپورچي وايي: «موږ باید د طالبانو د مسیر د بدلولو لپاره یوه لار پیدا کړو. په افغانستان کې حساب ورکول د راتلونکي، سولې او پخلاینې لپاره مهم دي.»
د هغه په وینا، یوې جامع ستراتیژۍ ته اړتیا ده چې پکې جزایي عدالت شامل وي او له دې هاخوا تر انتقالي عدالت پورې پراختيا ومومي.
بېنټ ټینګار کړی چې په دې پروسه کې باید له افغانانو، په ځانګړي ډول له ښځو او نجونو سره مشوره وشي او هغوی باید د خپل هېواد د راتلونکي په اړه د هر ډول بشري حقونو او سیاسي پروسو برخه وي.
طالبانو د افغانستان د وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر حقونو او ازادۍ سخت محدودیتونه لګولي دي. له نړیوالو نیوکو سره-سره، دې ډلې تر اوسه خپل دریځ نه دی بدل کړی.
په وروستیو کې جرمني، اسټرالیا، کاناډا او هالنډ اعلان وکړ چې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د مخنیوي کنوانسیون د نقض له امله به طالبان نړیوالې محکمې ته راکاږي.
اړوندې لیکنې :
- طالبانو ژولیا پارسي د "درملنې لپاره روغتون" ته لېږدولې ده
- له پاکستان سره د کړکېچ زیاتوالی؛ ایا باید د طالبانو د حکومت فاتحه ولولو؟
- د هرات امنیتي غونډه د دننه لپاره داستان جوړول یا د بهر لپاره د حل وړاندیز کول؟
- ريچارډ بېنټ: مذهبي لږکي له جدي خطر سره مخ دي
- د طالبانو د مشر صوتي فایل؛ د جهاد په اړه د کابل او کندهار د طالبانو ترمنځ شخړه
- طالبان په فراه کې د ښځو لپاره د بشري مرستو او پروژو مخنیوی کوي