روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۲۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۴-۰۸-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۴-۰۸-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۲۴

ریچارد بنټ وایې د طالبانو په بندخونو کې پر ښځو جنسي تېری شوی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په نوي خپاره کړي راپور کې ویلي چې د طالبانو په بندخونو کې ښځې له ځورونې او «جنسي تېري» سره مخامخ شوي دي.ملګرو ملتونو دوشنبه د لړم پر ۷مه، شپه‌مهال د دغه راپور په خپرولو سره لیکلي چې یو شمېر معتبرو سرچینو د طالبانو په بندخونو کې د ښځو د ځورونې او «جنسي تېري» په تړاو شاهدي ورکړې ده.

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په نوي خپاره کړي راپور کې ویلي چې د طالبانو په بندخونو کې ښځې له ځورونې او «جنسي تېري» سره مخامخ شوي دي.

ملګرو ملتونو دوشنبه د لړم پر ۷مه، شپه‌مهال د دغه راپور په خپرولو سره لیکلي چې یو شمېر معتبرو سرچینو د طالبانو په بندخونو کې د ښځو د ځورونې او «جنسي تېري» په تړاو شاهدي ورکړې ده.

په دغه راپور کې راغلي دي: «معتبر معلومات ښيي چې د دغه ځپونې په ترڅ کې پر ځینو ښځو جنسي تېری شوی او یا هم له جنسي ځورونې سره مخامخ شوي دي.»

ورته مهال، یو شمېر بندیانو مېرمنو بېنېټ ته ویلي چې که څه هم دوی په زندان کې جنسي تېری نه دی تجربه کړی، خو د ټولنې او د دوی د کورنیو له خوا له سپکاوي سره مخامخ شوي.»

د طالبانو د ځورونې یوې قرباني شوې مېرمنې ویلي: «د پوښتنو ګروېږنو پرمهال یې ووهلم، سر یې له دېوال سره راته ووهه. د هغوی «طالبانو»یو کس کالي راڅیري کړل او زما د بدن پر خصوصي برخو یې لاس وواهه.»

بېنېټ د طالبانو په بندخونو کې د ښځو پر وړاندې د جنسي تېري د راپورونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د هغه د موندنو پر بنسټ، د طالبانو سیاستونو ښځې له خپلو اساسي حقونو محرومې کړي دي.

په راپور کې د طالبانو له خوا د ټاکل شوي لباس د نه رعایت په تور د ښځو نیولو ته په اشارې راغلي چې یو شمېر یې د طالب جنګیالیو پوستو ته لېږدول شوي او له سپکاوي او توهین سره مخامخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په اند، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې جنسیتي تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

هغه په افغانستان کې اوسنی وضعیت د «جنسیتي اپارټایډ» یوه ښکاره بېلګه بللې او زیاته یې کړې یې ده چې د طالبانو جنسیتي ځپونه د بشریت پر وړاندې د جنایت یوه بېلګه کېدای شي.

د دغه راپور پر بنسټ، د افغان ښځو او نجونو ترمنځ د خپګان، اضطراب، انزوا او ان ځان‌وژنې پېښې هم ډېرې شوي دي.

ټاکل شوې چې بېنېټ د راتلونکې میلادي میاشتې په پېل کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د افغانستان په تړاو خپل نوی راپور وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د طالبانو په بندخونو کې د ښځو د ځورونې راپورونه ورکړل شوي وو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x