په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکى ریچارډ بینټ وايي، هغه د طالبانو له خوا د طبي زده کړو په انسټيټيوټونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو د وروستي بندیز له امله سخت اندېښمن شوی دی.
هغه پر اېکس په يو يادښت کې ويلي، «دا بندیز په بنسټیزو برخو لکه روغتیا، ښوونه او کار کې د ښځو او نجونو حقونه نور هم تر پښو لاندې کوي.»
ښاغلي بینټ همداراز د طالبانو دا کړنه «نه توجيه کېدونکې»وبلله او خبرداری یې ورکړ چې که دا کار عملي شي، پر ټوله افغاني ټولنه به «ویجاړونکي اغیزې» ولري. نوموړي د دې پرېکړې د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
د ښځو او نجونو لپاره د زده کړې وروستى فرصت له منځه تلل
باخبره سرچینو وړاندې تایید کړې وه چې د طالبانو مشر د یوه نوي فرمان له مخې ټول روغتيايي او نيمه عالي انسټيټيوټونه د نجونو پر مخ وتړل.
د سرچینو په وینا، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د روغتیايي بنسټونو له مسوولینو سره په کتنه کې اعلان وکړ چې له دې وروسته به په دغو ښوونیزو بنسټونو کې نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته ډېرو یې په روغتيايي انسټيټيوټونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکاوه. له دې نوي فرمان سره افغان نجونو په طبي څانګو کې د زده کړو د دوام وروستی فرصت هم له لاسه ورکړ.
له څه باندې درې کلونو راهیسې، طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته د ښځو او نجونو لپاره د زده کړې وروستى فرصت له منځه تلل
د سرچینو په وینا، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د روغتیايي بنسټونو له مسوولینو سره په کتنه کې اعلان وکړ چې له دې وروسته به په دغو ښوونیزو بنسټونو کې نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته ډېرو یې په روغتيايي انسټيټيوټونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکاوه. له دې نوي فرمان سره افغان نجونو په طبي څانګو کې د زده کړو د دوام وروستی فرصت هم له لاسه ورکړ.
طالبانو تعلیمي بندیزونه په داسې حال کې دوام لري چې افغانستان د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو له سخت کمښت سره مخ دی. ښوونځي ته له تلو منع کړي دي. په همدې حال کې افغانستان د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو له سخت کمښت سره مخ دی.
د طالبانو دغه پرېکړه د ښځو پر وړاندې د تبعیض د رامنځ ته کولو سربېره، د افغانستان د روغتیايي سیستم لپاره سترې ننګونې رامنځته کړي. په طبي برخه کې د ښځینه متخصصینو نشتوالی، په ځانګړې توګه په داسې ټولنه کې چې ښځې اکثرا ښځینه ډاکټرانو ته ترجیح ورکوي، کولی شي د ډیرو روغتیایی بحرانونو لامل شي
اړوندې لیکنې :
- د طالبانو د بندیزونو دوام: په هرات کې د ښځو د جامو ګنډلو کارځایونه وتړل شول
- کونړ کې د داعش برید له امله د طالبانو یو غړی مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي
- ریچارد بنټ وایې د طالبانو په بندخونو کې پر ښځو جنسي تېری شوی
- د طالبانو د مشر صوتي فایل؛ د جهاد په اړه د کابل او کندهار د طالبانو ترمنځ شخړه
- په پنجشیر کې د طالبانو جنایتونه
- طالبانو په نیمروز کې د یو کلي ۴۰ اوسېدونکي نیولي