د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بېنټ د بغلان ولايت د نهرين ولسوالۍ په يوه عبادتځای کې د اهل تصوف پر لمونځ کوونکو د بريد په غبرګون کې ويلي چې مذهبي اقليتونه په هېواد کې لا هم له جدي خطر سره مخ دي.
بېنټ د دې بريد په ترڅ کې د ۱۰ کسانو وژل کېدل د خواشينۍ وړ بللي او د هغو له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده.
هغه نن ماښام جمعه، د ليندۍ ۲مه پر ایکس ليکلي: «مذهبي اقليتونه لا هم له جدي ګواښونو سره مخ دي. ټول افغانان حق لري چې په سوله کې عبادت وکړي. د مخنیوي، خونديتوب او عدالتي اقداماتو زیاتوالي ته اړتیا ده.»
تېره شپه پنجشنبه، ۱ د لېندۍوسلوالو کسانو د بغلان ولايت د نهرين ولسوالۍ د زاړه ښار په «زیارت سید پاچا اغا سادات» کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړې دي.
د بغلان د طالبانو امنيه قوماندانۍ ويلي چې په دې «مرموز» بريد کې د نهرين ولسوالۍ ۱۰ اوسېدونکي چې د ذکر په حال کې وو، وژل شوي دي.
دې قوماندانۍ زياته کړې چې قربانيان د ورځې په اوږدو کې د خپلې روزۍ د پيدا کولو لپاره په کار بوخت وو او د شپې له مخې به د عبادت لپاره مسجد او خانقاه ته راتلل.
تر اوسه هېڅ ډلې د دې بريد مسووليت نه دی منلی.
په بغلان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ د امنيت آمر عبدالغیور خادم ويلي چې د دې بريد په تړاو د طالبانو پوليسو څو مشکوک کسان نيولي دي.
د اهل تصوف عبادتځایونه مخکې هم د خونړیو بریدونو هدف ګرځېدلي دي.
په دې لړ کې، د ۱۴۰۱ لمریز کال د ثور په میاشت کې د کابل ښار د شپږمې ناحیې پر یوه خانقاه په برید کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول. همداراز، د همدې کال د جوزا په میاشت کې د کندوز ولایت د امامصاحب ولسوالۍ په یوه خانقاه کې بمچاودنه وشوه، چې لږ تر لږه ۳۶ کسان پکې ووژل شول او ۴۸ ټپیان شول.
په تېرو کلونو کې د صوفیانو پر خانقاوو د بریدونو مسوولیت داعش ډلې منلی دی.
پر افغان شیعه ګانو او د اهل تشیع پر مذهبي ځایونو بریدونه هم داعش ډلې ته منسوب شوي دي.